لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو زده کړیالانو ته د (طریقه¬های مؤثر یادگیری) تر سرلیک لاندې روزنیز سمینارونه وړاندې شول!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۹:۳
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۱۰مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۲۸مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو زده کړیالانو ته د (طریقه¬های مؤثر یادگیری) تر سرلیک لاندې بېلابېل روزنیز سمینارونه په نوبتي ډول وړاندې شول.
یاد روزنیز سمینارونه د دغې موسسې د مسلکي پراختیا آمر پوهنیار محمد شریف سلطاني لخوا ترتیب او وړاندې شول. لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت د سمینارونو د وړاندې کولو پر مهال خپلو خبرو کې داسې سمینارونه خورا ګټور یاد کړل. نوموړي زده کړیالانو ته وویل، چې په خپلو کې د ښې مطالعې دود ډېر کړي او همدا راز د مؤثرې مطالعې او زده کړې له مېتودونو او لارو چارو ګټه واخلي. ښاغلي شفقت همدا راز د انسان د غوره شخصیت جوړونې، ټولنې جوړونې او ځان جوړونې ستر لاملونه مؤثره او ښه مطالعه او زده کړه یاده کړه.
هېره دې نه وي، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسې زده کړیالانو ته وخت پر وخت دې ته ورته اړین او ارزښتمن فکري، مسلکي او ټولنیز-روزنیز سمینارونه او درسونه وړاندې کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS