لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو د لومړۍ ورځې ازموينه واخستل شوه؛
شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/مرغومې ۶مه او د ۱۴۴۷رجب المرجب ۶مهنېټه.
لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموينې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين، لوګر پوهنتون رهبري، لوګر د علماوو شورا، ولايت مقام، جHادي مدرسې او پوهنې رياست مسؤلينو په حضور سره کې واخستل شوه.
په لومړيو کې ددغه پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د ازموينې ګډونوالو ته تر ښه راغلاست وروسته د ازموينې د څرنګوالي ترڅنګ يو لړ لازمې لارښوونې، سپارښتنې او اصول بيان کړل.
ورته مهال د لوړو زدکړو وزارت د محصلانو چارو معين شيـ؛؛؛خ مولوي عبدالله سيحان هم د ازموينې له صحنو ليدنه او څارنه وکړه.
دغه ازموینې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په لارښوونه په دغه پوهنتون کې اخستل کیږي، چې ۲۲۰ تنو فاضلانو ورته نوملیکنه کړې وه او نن په رسمي ډول پيل شوې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
