د ملکي لوړو زده کړو علمي کادر غړو د علمي اثارو د ليکنې لارښود په اړوند روزنيز سمينار وړاندې شو؛
سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/لیندۍ ۱۸مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د ملکي لوړو زده کړو علمي کادر غړو د علمي اثارو د ليکنې لارښود او توضیح په اړوند روزنيز سمینار د دغه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا وړاندې شو.
د ياد علمي او روزنيز سمينار ګډونوال د پوهنځيو ريسان، څانګو آمران، استادان او همدا راز وړاندې کوونکی يې د دغه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهنوال دکتور وحيدالله عبدالرحيم زی وو.
ورته مهال د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د سمینار ګډونوالو ته وویل، چې هر استاد مکلف ده، چې خپل علمي۔ څېړنیز اثار د لوړو زده کړو وزارت د علمي کادر غړو لارښود مطابق تالیف او وڅېړي. په همدی بنسټ استادان د تدریس او علمي څېړنو برخه کې باید زیاته هڅه وکړی، ترڅو په خپله اړونده برخو کې علمي کتابونه او مقالې ولیکي. ښاغلي صارم همدا راز زیاته کړه، چې هغو عالمانو چې لیکنې او تصنیفات کړي؛ نوم یې د تاریخ په زرینو پاڼو کې لیکل شوی دی.
ورپسې د څېړنو او عملي مجلې آمر پوهنوال دوکتور وحیدالله عبدالرحیم زي د ملکي لوړو زده کړو د علمي کادر غړو د اثار لیکلو لارښود، د تالیف، ژباړې او څېړنې برخې ګډونوالو ته په روښانه توګه توضیح کړې.
په پای د سیمینار ګډونوالو د علمي اثارو په ترتیب کې یاد لارښود اړین وښود او په بېلابېلو برخو کې یې خپل نظرونه هم شریک کړل.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
