لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو محصلانو ته د ازموینې پر مهال د تشویش مخنیوي په اړوند سمینار وړاندې شو؛
دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/لیندۍ ۳مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو محصلانو ته د ازموینې پر مهال د تشویش مخنیوي په اړوند سمینار د دغه پوهنتون د رواني مشاورې مرکز لخوا وړاندې شو.
په یاد سمینار کې محصلانو ته د ازموینې پر مهال د تشویش، ذهني فشار او نورو اندېښنو په اړوند هر اړخیز معلومات، لاملونه او حل لارې وړاندې شوې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
