د کرنې پوهنځي محصلانو د بني حصار د مالدارۍ څېرنیز فارم ته علمي سیر ترسره کړ؛
چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۷مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۷مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې د درېیم ټولګي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بني حصار د مالدارۍ څېرنیز فارم ته علمي سیر ترسره کړ.
یادو محصلانو د فارم مدیریت مضمون په برخه کې د استاد پوهنيار صديق الله حماس په لارښوونه او د پوهندوی محمد سردار احمدي او پوهنيار نعیم الله رحماني په ملتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بنی حصار د مالدارۍ تحقیقاتو فارم ته د علمي سیر په ترڅ کې د فارم مدیریت اړوند موضوعات او مباحث په عملي توګه ولیدل. د نسلي غواګانو د نسل اخستني او د منجمد سپرم د لابراتوارونو او پروسس کولو مرکز څخه لیدنه، د غواګانو مصنوعي القاح پروسه، د غواګانو د مدیریت اړوند پلان، د فارم د بشري ځواک مدیریت، د غواګانو د ساتنې بېلابېل صنفونه، د شیدو ورکونکو غواګانو د تغذيې فورمولاسیون او د خوراکي موادو ترکیب، د شیدو لوشلو ماشينونه او د ګټې اخستنې ډول، د فارم د محصولات بازار موندنې او د خرڅلاو سیستمونه، د عوایدو راټولولو سيستمونه، د غواګانو د روزنې او ساتنې پرمختللي سيستمونه او تخنیکونه، د فارم د احتمالي خطراتو څخه د مخنيوي لارې چارې او ورته موضوعات د دغه علمي سیر موخې او لاسته راوړنې وې، چې محصلان یې هم له پایلو خوښمن وو.
باید وویل شي، چې یادو محصلانو تېره ورځ هم د لوګر ولايت محمدآغې ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رياست اړوند ۸۰ جریبه باغ ته علمي سير ترسره کړی و.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
