لوګر پوهنتون کې د تدریسي او علمي چارو سربېره د اداري چارو د لیدنې او څارنې لړۍ!
پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال میزان/ تلې۱۷مه او د ۱۴۴۷ ربیع الثانی ۱۶مه نېټه.
د اداري چارو لیدنې او څارنې د پوهنتون د رهبري لخوا ترسره کیږي، چې موخه یې د اداري او رسمي چارو سمون او ښه همغږي ده.
په دې لړ کې لوګر پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د کرنې پوهنځي اداري چارې له نږدې ولیدلې. ښاغلي صارم د دغه پوهنتون د نورو پوهنځیو په څېر د کرنې پوهنځي اداري چارې هم وستایلې او ورته مهال یې په یاده برخه کې د ځینو چارو د ترسراوي په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارۍتنې هم وکړې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
