لوګر پوهنتون کې د ښاغلي عمر خطاب د مېرمنې لخوا د پاکو اوبو یوه حلقه څاه وکېندل شوه؛
چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۱۴مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۱۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون په انګړ کې د ښاغلي عمر خطاب د مېرمنې آغلې سپوږمۍ خطاب احمدزۍ په مالي لګښت د پاکو اوبو یوه حلقه څاه وکیندل شوه.
د پاکو اوبو دغه څاه، چې په اړوندو وسایلو سمبال ده (۱۱۰) متره ژوروالی لري او په فعالېدو سره به یې د دغه پوهنتون په انګړ کې ډېری نیالګي او شنې ساحې خړوبې شي.
ورته مهال د لوګر پوهنتون رهبري هم د یادې افغانې خور آغلې احمدزۍ له همکارۍ مننه کوي او زیاتوي، چې تحصیلي مرکزونه د هیواد د ټولو وګړو ګډ علمي کورونه دي او باید د هیواد هر وکړی یې په آبادۍ او پرمختګ کې پوره ونډه واخلي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
