لوګر د لوړو زده کړو موسسې علمي شورا ناسته ترسره شوه!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۶
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۸مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې علمي شورا ناسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د دغې شورا ګډونوال د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت، مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی، د څلورګونو پوهنځیو رییسان او همدا راز د څانګو او مستقل آمرین وو.
د شورا د پیل پر مهال د دغې موسسې رییس په خپلو خبرو کې د څلورګونو پوهنځیو رییسانو او څانګو آمرینو ته د زده کړیالانو پر علمي، مسلکي، فکري او عقیدوي سالمې روزنې په کلکه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له تحصیلي مرکز څخه هر فارغ ځوان باید په پوره معنا د ټولنې او هیواد خادم وي، تر څو په هیواد کې د شته اسلامي نظام حق او غوښتنې پرځای شوې وي.
د علمي شورا دغه ناسته د یو شمېر نورو اړینو او ارزښتمنو موضوعاتو په خبرو او پرېکړو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

کار بازسازی و احداث پیاده‌روها به ارزش بیش از یک میلیون افغانی در پوهنتون لوگر آغاز شد؛

شنبه: ۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش، برابر با ۳ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
کار پروژه بازسازی و احداث پیاده‌روها به ارزش بیش از یک میلیون افغانی از بودجه اختصاصی پوهنتون لوگر آغاز شد.
این پروژه شامل رنگ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

BACK TO NEWS