د کرنې پوهنځي محصلانو کابل ولايت ته د يو نړيوال نندارتون څخه د ليدنې په موخه علمي سير ترسره کړ؛
سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۰مهاو د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۲۰مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنيز اقتصاد او توسعې څانګې د څلورم ټولګي محصلانو کابل ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په جوړ شوي نړیوال نندارتون کې چې د هیواد د تولیدي او خدماتي وړتياوو تر سرليک لاندې ترتيب شوی و د ليدنې په موخه علمي سير ترسره کړ.
دغه علمي سير، چې د کرنیزو محصولاتو نړیوال تجارت مضمون کې ځانګړی شوی و د استاد پوهنيار صديق الله حماس په لارښوونه او د پوهندوی محمد سردار احمدي او پوهنيار احمدنور ستانکزي په ملتیا ترسره شو.
په ياد نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو سکتورونو د تولیدي او خدماتي وړتياوو له نږدې پېژندنه وشوه او د بېلابېلو محصولاتو بستهبندي، مارکېټموندنه، صادراتو ته چمتووالی اړوند د متخصصینو نظرونه او تجربې هم واخيستل شوې.
ياد نندارتون د محصلانو لپاره د علمي مفاهیمو عملي بڼه وه، چې د هیواد مختلفو سکتورونو اړوند تولیدي محصولاتو، خدماتي ادارو او د هغوي د فعاليتونو ترسره کېدل او ورته موارد يې له نږدې او په عملي توګه ولیدل.
بايد یادونه وشي، چې د کرنیزو محصولاتو نړیوال تجارت مضمون د صادراتو، وارداتو، تجارتي پالیسيو، د تعرفې اړوند مسايلو، د وارداتو د محدودولو پاليسي، د داخلي تولیداتو د ډېرښت، پراختيا او د داخلي صنايعو د تقويې او حمایت په موخه د کړنې پوهنځي محصلانو ته تدريسيږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
