د کرنې پوهنځي استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د علمي آزادي، اخلاقي، عدالت او انصاف پاليسيو د تشریح او پوهاوي په هکله سمينار وړاندې شو!
شنبه: د ۱۴۰۴ ګال میزان/ تلې ۱۹مه او د ۱۴۴۷ ربیع الثانی ۱۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د علمي آزادي، اخلاقي، عدالت او انصاف پاليسيو د تشریح او پوهاوي په هکله سمينار د دغه پوهنځي د دعوت ارشاد او د شکایتونو اوریدو کمیټې په هڅو وړاندې شو.
دغه معلوماتي او تشریحي سمینار، چې د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار فضل حنان ساپي لخوا وړاندې شو، په کې د یادو پالیسیو په اړوند هراړخیز معلومات راغونډ شوي و، چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځېدل.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
