د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لوګر ولایت ته په رسمي سفر کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه!

logu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۵۰
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۲۰مه نېټه.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیـخ مولوي نداءمحمد ندیم او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه.
په دې تړا جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر سربېره د یاد وزارت د دعوت او ارشاد رییس شیخ مولوي شاکرالله وحدت، مالي او حسابي رییس عبدالباري خپلواک، د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني، لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري، د لوګر د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، دیني عالمانو، د دغې موسسې استادانو، اداري کارکوونکو، سلګونو زده کړیالانو او د ښوونځیو ګلالیو زده کوونکو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت ورسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په پیل وینا او ښه راغلاست پیل شوي. نوموړي په خپلو خبرو کې د نظام مشرانو او مسؤلینو لخوا د اړوندو ادارو له چارو لیدنه د ستونزو اورېدنه او د غوښتنو منل د اسلام یو اصل یاد کړ. ښاغلي صارم همدار راز د لوړو زده کړو وزارت له رهبري څخه په مننې وویل : (( له نېکه مرغه یاد وزارت په خورا زیاتې لوروینې سره لوګر د لوړو زده کړو موسسې ته د نو یو درېیو پوهنځیو د منظورېدو ترڅنګ د یو شمېر نورو تحصیلي څانګو په رامنځته کولو، د اداري او کادري تشکیل ډېرښت او همدا راز د ځینو نورو وړاندیزو د منلو او منظورېدو په برخه کې د پام وړ همکاري کړې)) همدا راز د دغې موسسې رییس په خپلو خبرو کې د دغې موسسې درې کلنې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او د دې تر څنګ د دغې موسسې شته ستونزې او غوښتنې د لوړو زده کړو له قدرمن وزیر سره شریکې کړې. د غونډې دویم ویناوال د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس شیخ شارکرالله وحدت و. ښاغلي وحدت هم په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام د شکرانې پر اداءکولو، ښه اطاعت، مسؤلیت پېژندنې او ټولنې اصلاح په اړوند ټینګار وکړ. دغونډې درېیمه وینا د لوړو زده کړو وزیر شیخ مولوي نداء محمد ندیم وکړه. قدرمن وزیر په خپلو خبرو کې د هیواد پر اوسني تحصیلي نظام خوښي وښوده. او د عصري او دیني دواړو علومو پر زده کړه کې یې د هیواد آبادي او پرمختګ په ګوته کړ. د ښاغلي وزیر په خبره د عصري علومو په زده کړې سره په هیواد کې روغتیایي، اقتصادي او نور تحصیلي پرمختګونه منځ ته راځي او هیواد به له خپلو شته مادي او طبیعي امکاناتو څخه د ښې هوساینې څښتن وي. ښاغلي وزیر همدا راز پر زده کړیالانو ټینګار وکړ، چې د تحصیلي دورې مسؤلیتونه ښه وپېژنې، د خپلې کورنې هیلې پوره کړي د خپلو استادانو د درناوي تر څنګ د مسلکي، عقیدي او فکري زده کړو په ترسره کولو سره د هیواد او خپلې ټولنې خدمت وکړي. ښاغلي وزیر ځوانان د نن ورځې زده کړیالان او د سباورځې امیران، وزیران، معینان، والیان، رییسان او نور لوړو رتبه مسؤلین یاد کړل او پر استادانو یې غږ وکړ، چې د خپلو زده کړیالانو علمي، مسلکي فکري او عقیدوي روزنې ته پوره پام وکړي. ورته مهال د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني هم په خپله وینا کې د عصري او دیني علومو پر زده کړې او سالم فکر جوړونې ټینګار وکړ او پر زده کړیالانو یې غږ وکړ، چې د تېر جمهوري نظام له کړنو او ناخوالو دې سالمې تجربې واخلي. د دې تر څنګ د لوګر ولایت نوموتی دیني عالم شیخ مولوي پیرمحمد حقاني هم په خپلو خبرو کې د عصري علومو او زده کړو پر ملاتړ د دغې موسسې ځینې ستونزې او اړتیاوې د لوړو زده کړو له قدرمن وزیر سره شریکې کړې.
د غونډې په پای کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې د رهبري لخوا د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ مولوي نداءمحمد ندیم او د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني ته د عزت او ویاړ دستارونه هم ورپه سر شول. او غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوی لوی مدیریت.

پیام رهبری موسسه تحصیلات عالی لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، مؤسسه تحصیلات عالی لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم

رئیس مؤسسه تحصیلات عالی لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۴۰
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان د تشریح په پار غونډه ترسره شوه!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۲۵مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۱۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او زده کړيالانو ته ( د خوښۍ، ودونو، مصیبتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۵۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي!

چهار شنبه: د ۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۱۱مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې او نږدې ۵۰ سلنه یې ترسره شوي دي.
دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۵۲
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د دغې موسسې د لیلې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو لیدنه وکړه

سه شنبه: د ‍۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۱۰مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیا‌ءالاحمد صارم د دغې موسسې د لیلې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو د. . .

BACK TO NEWS