لوګر پوهنتون کې د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس او د غوره څېړونکي ستاینغونډه ترسره شول
چهارشنبه: د ۱۴۰۴کال جدي/مرغومي ۳مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس او د پوهنتون په کچه ۱۴۰۳ کال د غوره څېړونکي ستاینغونډه د دغه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمریت لخوا ترسره شول.
د یاد علمي کنفرانس او ستاینغونډې ګډونوال د دغه پوهنتون د مسلکي پراختیا په تالار کې د پوهنتون رهبري، استادان او د یو شمېر اړونده ولایتي ادارو استازي وو. په پیل کې د قرآن کریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول او ورپسې د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سیدضیاءالاحمد صارم ښه راغلاست وینا او د علمي او مسلکي څېړنو ارزښت ته اشارې وکړې. ښاغلي وویل په کار ده، چې له علمي څېړنو سره ځانګړې مینه ولرو او وخت ورته ځانکړی کړو. د نوموړي په خبره پخوانیو عالمانو او پوهانو علمي څېړنو ته مینه، وخت او ارزښت وکړی وو، چې نن یې مونږ له پاتې اثارو ګټه اخلو. ښاغلي صارم زیاته کړه، چې د پوهنتون استاد باید تر بل هر څه علمي څېړنو ته ډېر وخت او ارزښت وکړ؛ تر څو د ټولنې، نظام او ادارو اړتیاوې پوره او اړوندې مسلکي ستونزې هوارې شي.
ورپسې د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي د علمي څېړنو ارزښت ته په اشارې وویل، چې د نړۍ ټول بدلونونه او پرمختګونه د څېړنو په ترسره کول او پایلو په لاسته راوړلو سره شوي دي. نوموړي له دغه علمي کنفرانس څخه موخه د علمي څېړنو د پایلو شریکول، د علم تولید او د نورو اړونده ادارو مسلکي ستونزو هواري وښوده.
ورپسې د دغه پوهنتون څلور تنه استادانو په بېلابېلو برخو کې له ګډونوالو سره د خپلو ترسره کړیو علمي څېړنو پایلې شریکې کړي، چې د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهنوال دکتور وحیدالله عبدالرحیم زي لخوا ښې او مثبتې وارزول شوې.
ورته مهال د دغه پوهنتون په کچه د ۱۴۰۳ کال ۳ تنه غوره څېړونکي پوهندوی محمد رحیم رحیمي، پوهنیار عزیرمحمد کاکړ او پوهنیار نورالرحمن رحماني د پوهنتون د رهبري لخوا د کډونولو په وړاندې وستایل شول.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
