د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
۱۱

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د ولایتي ادارې یو شمېر رئیسانو، دیني علماء کرامو، د لوګر پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، فارغو شویو محصلانو او د هغوی د کورنۍ غړو ګډون کړی و، مهمې او ارزښتناکې خبرې وکړې. 
په یاده فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر فارغ شوي محصلان د ماسټري او دوکتورا برنامو لوړو زده کړو ته وهڅول او ویې ویل، چې اوس الحمدالله په ملک کې دننه د لوړو زده کړو زمینه برابره شوې او په بېلا بېلو برخو کې د ماسټري او دوکتورا برنامې ایجاد شوي دي. 
د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر فارغو شویو محصلانو ته وویل چې نن ستاسو د څلورو کلونو زحمتونو د پایلې ورځ ده او تاسو د علم په واسطه کمال ته ورسېدئ او زیاته یې کړه: «که د فوق لېسانس لوړو زده کړو توان نه لرئ، نو په خپل مسلک کې کار وکړئ، خو په هېڅ وجه له افغانستان څخه د تېښتې لار ونه ټاکئ.»
همدا راز محترم شیخ صاحب د اسلامي نظام (اسلامي امارت) او جمهوریت پر توپیر خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی، ټول یې د خدمت او ساتنې حق او مسؤلیت لري او د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولی شي. 
دغه راز محترم شیخ صاحب له فارغو شویو محصلان وغوښتل چې خپله عقیده وساتي، نېک اعمال ترسره کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق په ځان کې راولي او د دښمنانو د تبلیغاتو تر اغېزې لاندې رانشي. 
همدارنګه د لوګر مرستیال والي شيخ مولوي انعام الله صلاح الدين د علم او زده ‌کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې علم د ټولنې د پرمختګ، د مسلکي کادرونو روزنې او د ملک د ابادۍ لپاره اساسي ارزښت لري.
همدا راز د لوګر پوهنتون رئيس مفتي سيد ضياءالاحمد صارم وویل چې پوهنتون ژمن دی چې په پوره اخلاص او شته امکاناتو د ځوان نسل ښه روزنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه فراغتغونډه کې د لوګر پوهنتون دریو شرعیاتو، کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځيو بېلا بېلو څانګو څانګو ۱۴۴ تنه محصلان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. 
هېره دې نه وي چې محترم شیخ صاحب او نورو مېلمنو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د (۵) فرمانونو کتاب سيالۍ ګټونکو محصلانو ته لپټاپ کمپیوټرونه او نورې ډالۍ ورکړې. 
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸هـ.ق، د جمادی الاول ۹مه
۱۴۰۵هـ.ش، د میزان ۲۹مه

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS