لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې لخوا جوړ شوی و ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د لوګر مرستیال والي شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین، د لوګر پوهنتون رهبري، د لوګر ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست رهبري او مسؤلین، د ولایتي ادارو یو شمېر مسؤلین، د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې استازي، د لوګر پوهنتون یو شمېر استادان او محصلان ګډونوال وو.
په مراسمو کې د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یاد لوبغالي پر جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د لوګر پوهنتون د محصلانو د روغتیا ساتنې او سالمې تفریح لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي. ښاغلي صارم همدا راز په دې برخه کې د همکارو ولایتي ادارو او مرستندویه مؤسسې له استازیو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې یادې ادارې او مؤسسې باید له دې وروسته هم په اړونده برخو کې د دغه تحصیلي مرکز د آبادۍ او پرمختګ لپاره پوره همغږې او همکارې واوسي. نوموړي همدا راز د ورزش د ارزښت او ګټو د بیانولو تر څنګ پر محصلانو ټینګار وکړ، چې د لوبو کولو پر مهال باید بشپړ اسلامي اخلاق او اصول په پام کې ونیسي.
ورته مهال د لوګر مرستیال والي شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین هم په خپلو خبرو کې د ورزش پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړې. ښاغلي صلاح الدین ورزش د انساني ژوند اړتیا وبلل او زیاته یې کړه، چې د ټولنې ځوانان باید غښتلي د روغتیا ساتنې له اړخه سالم او همدا راز د ښه خدمت په موخه د پېاوړو ارادو څښتنان وي.
د دې تر څنګ د لوګر ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د پېښو پر وړاندې د چمتو والي آمر مولوي شفیع الله صافي هم په خپلو خبرو کې د یاد لوبغالي د جوړېدو په برخه کې د خوښې تر څنګ د اړونده همکاره ادارو له همغږۍ مننه وکړه.
د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې د مسؤلینو په خبره، چې دغه لوبغالی د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی، چې د ولیبال لوبې لپاره په کې لازم او معیاري امکانات په پام کې نیول وشي دي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS