د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژي له څانګې څخه د فارغو محصلانو له ډلې دوه تنو خپلې څېړنیزې پایلې د چاپېریال ساتنې ریاست په تالار کې وړاندې وړاندې کړې؛

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۰
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/لیندۍ ۸مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۸مه نېټه.
 لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له بیولوژي څانګې څخه د فارغو محصلانو له ډلې دوه تنو خپلې څېړنیزې پایلې د لوګر ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د غونډو په تالار کې د یو علمي کنفرانس په ترڅ کې د بېلابېلو محلي ادارو د مسؤلینو په حضور کې وړاندې کړې.
په یاد علمي کنفرانس کې د ترافیکو مدیریت، پوهنې، ښاروالۍ، د اوبو او انرژۍ ریاستونو استازو او همدار راز د چاپېریال ساتنې ریاست رئیس او مسلکي مدیرانو ګډون درلود.
د کنفرانس په ترڅ کې د فارغو محصلانو لخوا دوه مهمې څېړنې وړاندې شوې. د لومړي فارغ محصل څېړنه د (پل علم ښار پر اوسېدونکو د غږیزو ککړتیاوو اغېز) تر سرلیک لاندې وه، چې پکې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د غږیزو ککړتیاوو کچه او د خلکو پر روغتیا او ورځني ژوند یې اغېزې څېړل شوې وې. دویم فارغ محصل خپله څېړنه د (اقلیمي بدلونونو لاملونه او اغېزې) تر سرلیک لاندې وه، چې په کې د اقلیم پر بدلون اغېزمن عوامل، سیمه‌ییز بدلونونه او د خلکو پر ژوند چاپېریالي اغېزې تشریح شوې وې.
یاد علمي کنفرانس کې د لوګر پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهنوال دکتور وحیدالله عبدالرحیمزي  د علمي څېړنو ارزښت بیان کړ او په دې برخه کې یې د محلي ادارو همکاري د باور وړ او اغېزمنو څېړنو لپاره مهمه وبلله. هغه د چاپېریال ساتنې ریاست له مشرتابه مننه وکړه، چې د بیولوژي څانګې فارغو محصلانو ته یې د څېړنیزو پایلو د شریکولو لپاره لازمه زمینه برابره کړه.
تر دې وروسته ګډون کوونکو د دواړو څېړنو په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او علمي مشورې وړاندې کړې. د محلي ادارو استازو د فارغینو څېړنې ګټورې وبللې او څرګنده یې کړه، چې یادې څېړنیزې موندنې به د ښار د چاپېریال ساتنې، د غږیزې ککړتیا د کمولو، د ښاري مدیریت او د اقلیمي بدلونونو د ښه درک او مدیریت په برخه کې عملي ګټې ولري.
د غونډې د پای شیبو کې د څېړنو او علمي مجلې آمر یو ځل بیا د ټولو ګډون کوونکو له حضور او همکاریو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د څېړنو د کیفیت د لوړوالي لپاره د محلي ادارو مرسته او همغږي اړینه ده. نوموړي زیاته کړه، چې لوګر پوهنتون د علمي څېړنو د دودولو لپاره له ټولو ریاستونو سره د ګډ کار اراده لري.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS