لوګر پوهنتون نویو استادانو ته د وړتیا لوړونې په برخه کې روزنیز سمینار وړاندې شو!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال تله/ میزان ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۳۰مه نېټه.
لوګر پوهنتون نویو استادانو ته د دغه پوهنتون د نصاب عمومي کمېټې په هڅو د وړتیا لوړونې په برخه کې روزنیز سمینار وړاندې شو.
دغه روزنیز سمینار، چې د لوګر پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهندوی دکتور وحیدالله عبدالرحیم زي لخوا وړاندې شو، په کې د درسي پلانونو، کورس¬پالیسي او همدا راز د درسي موادو د چمتو کولو په اړوند ارزښتمن او اړین مواد را ټول شوي وو، چې په منظم ډول وړاندې شول.
ورته مهال د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي د یاد سمینار د ارزښت بیانولو ترڅنګ پر نویو استادانو ټینګار وکړ، چې په یاده برخه کې باید پوره وړتیا ولري؛ تر څو د دغه پوهنتون تدریسي بهیر نور هم معیاري او مثبته پایله خپله کړي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.