له پوهنتون هر فارغ زده کړیال باید د جماعت لمونځ ورکولو وړتیا او جرأت ولري!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۵:۶
تصویر

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال اسد/زمري ۱۴مه او د ۱۴۴۶ محرم الحرام ۲۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې زده کړیالانو ته د ۱۴۰۳ کال پسرلني سمستر د پای ازموینو پر مهال وینا وویل، چې له پوهنتون هر فارغ زده کړیال باید په اسلامي ټولنه کې د جماعت لمونځ ورکولو وړیتا او جرأت ولري.
ښاغلي صارم د وینا پر مهال زده کړیالان د ټولنې ځوانه هستي او د هیواد د خدمت ستره هیله یاد کړل. د نوموړي په خبره تر بل هر چا په ټولنه کې لوستي ځوانانو ته د هیواد د آبادۍ او ښه خدمت کولو تمه کېدای شي. نوموړي همدا راز د پوهنتون او مدرسې تر منځ د واټن لرې کېدو ته په اشارې وویل، چې له مدرسې فارغ ځوان باید د عصري علومو او په ځانګړي ډول اوسنۍ ټکنالوجي کې پوره مهارت ولري او د دې تر څنګ له پوهنتون څخه د هرې څانګې فارغ ځوان باید په اسلامي، ملي او فکري پوهه سمبال وي. د نوموړي په خبره کله، چې هم یو ځوان له پوهنتون څخه فارغیږي، نو باید د اړتیا پر وخت د مدرسې ط،،،البعلم ته ورته د جماعت لمونځ ورکولو پوره وړتیا ولري او د اسلام مبارک دین او عقیدې په برخه کې باید د پوره معلوماتو او پوهې درلودونکی وي.
باید وویل شي، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټولو زده کړیالانو ته د اسلامي عقیدې او فکري روزنې په برخه کې د اسلامي ثقافت د مضمونونو سربېره له منظم مهالوېش سره سم د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمریت لخوا د تکړه دیني عالمانو پر مټ روزنیز درسونه او سمینارونه وړاندې کیږي.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS