لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۶:۲۸
1

یکشنبه: د ۲۷ / ۸ / ۱۴۴۴ او ۲۸ / ۱۲ / ۱۴۰۱ نېټه.

لوګر د لوړو زده کړو موسسه.

دفتر مدیریت.

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پوهنتون د زرغونتیا او ښېرازۍ په موخه د پسرلي موسم په رارسېدو سره د نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه.

د دې لړۍ د پرانیستې په مراسمو کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل دکتور شفیق الله شفقت، علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار ګل رحمن صابر، مالي او اداري مرستیال انجنیر محمد زبیر حقمل، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او د دغې موسسې زده کړیالانو برخه اخستې وه.

د نیالګیو له کېنولو مخکې د دغې موسسې رییس ټولو ګډونوالو ته د نیال کېنولو او د پوهنتون زرغونولو او ابادولو په اړوند ارزښمنې خبرې وکړې، نوموړي نیال کېنول د طبیعت ښکلا او د انسانانو ستر مسؤلیت وباله.

په پای کې د دغې موسسې د رییس په مشرۍ ټولو ګډونوالو د د نیالګیو په کېنولو پیل وکړ.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS