لوګر پوهنتون اداري شورا نوبتي ناسته ترسره شوه!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۳۶
۱۱

لوګر پوهنتون اداري شورا نوبتي ناسته د دغه پوهنتون د رئیس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې په پيل کې لوګر پوهنتون رئيس د ښه راغلاست تر څنګ ټولو اداري کارکوونکو او د شورا غړو سره د لوړو زده کړو وزارت د تېرې اونۍ د رهبري شورا يو شمېر ځانګړې پرېکړې، سپارښتنې او لازمې لارښوونې شريکې کړې او پر عملي کولو یې کلک ټينګار وکړ.
ورته مهال د دغه پوهنتون مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الربي مصطفی هم په خپلو خبرو کې د اداري او رسمي چارو پر ګړنديتوب، ځيرکتيا او په خپل وخت ترسره کیدو ټینګار وکړ.
ياده ناسته د يو شمېر اړوندو اداري موضوعاتو پر بحث او پرېکړو پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۷
Background image

لوګر پوهنتون کې د علمي آثارو د تدقيق ځانګړې کمېټه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت مقام د لارښوونې پر اساس د علمي آثارو د تدقیق ځانګړې کمېټه د دغه پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه تشريح او وړاندې کړل؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د اووم سمستر ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د پوهنتون د رهبري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د ازموينو عمومي کمېټې د پوهنځيو له فرعي کمېټو او ازموينو له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
 لوګر پوهنتون د ازموينو عمومي کمېټې د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په. . .

BACK TO NEWS