لوګر د لوړو زده کړو موسسې نویو ګمارل شویو استادانو ته د وړتیا لوړونې په برخه کې دوه بېلابېل سمینارونه وړاندې شول!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۱۱
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴کال سرطان/چنګاښ ۲۴مه او د ۱۴۴۷محرم الحرام ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې نویو ګمارل شویو استادانو ته د دغې موسسې د کرنې پوهنځي رییس پوهنیار فواد ناصري لخوا د وړتیا لوړونې په برخه کې دوه بېلابېل روزنیز سمینارونه وړاندې شول.
د دغو سمینارونو په پیل کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم  وویل، چې په تحصیلي مرکزونو کې د استادانو لخوا علمي څېړنې اساسي ځای خپلوي او د پوهنتون د استادانو لپاره علمي څېړنې د تدریس سره سره ستر مسؤلیت او مکلفیت دی. ښاغلي صارم همدا راز د علمي څېړنو ارزښت ته په کتو زیاته کړه، چې علمي څېړنې زمونږ د مبارک دین او ټولنې اساسي غوښتنه او اړتیا ده، چې باید وړ کسان یې په پوره اخلاص سره پوره کړي او پر استادانو یې ټینګار وکړ، چې له داسې ګټورو سمینارونو پوره او سالمه ګټه پورته کړي.
ورپسې د کرنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار فواد ناصري د ( آشنایی با چگونگی جمع آوری داده¬های تحقیق) او همدا راز د ( آشنایی با چگونگی تهیه پرسشنامه الکترونیکی توسط گوگل فارم) تر سرلیکونو لاندې ارزښتمن سمینارونه وړاندې شول.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS