د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې زده کړیالانو کابل پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۱
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱۴مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو زده کړیالانو کابل پوهنتون ته د عملي زده کړو او مسلکي څېړنو په موخه علمي سفر ترسره کړ.
دغه علمي سفر د دغې موسسې د کرنې پوهنځي د درې تنو استادانو  پوهنیار شفیق الله بختیار، پوهنیار سلیمان سلطاني او نوماند پوهنیار اسرارالله تسل  په لارښوونه ترسره شو، چې د کابل پوهنتون په فارمسي پوهنځي کې یې د یو شمېر طبي بوټو په اړوند د معلوماتو او تجربو تر څنګ د کرنې پوهنځي له څېړنیز فارم، ماشین آلاتو او همدا راز لابراتوار څخه د لیدنې سربېره ځینې اړینې مسلکي تجربې هم په کې ترسره شوې دي.
ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري د هیواد د نور تحصیلي مرکزونو سره سره په یاده برخه کې د کابل پوهنتون له هر اړخیزې همکارۍ مننه کوي او زیاتوي، چې د هیواد د ټولو تحصیلي او علمي مرکزونو دا ډول ګډې همکارۍ به د ځوان نسل په علمي او مسلکي روزنه کې د پام وړ ښه والی او پرمختګونه رامنځته کړي.
باید وویل شي، چې د کرني پوهنځي زده کړیالانو تر دې وړاندې هم د هیواد یو شمېر څېړنیزو فارمونو او په مسلکي برخو کې د غلو دانو تولیدي شرکتونو ته علمي سفرونه ترسره کړي دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS