خبرتيا!

د هيواد ټول هغه د دولسم ټولګيو فارغان، چې د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور ازموینې د دوهم ظرفيت له لارې لوګر پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ته را بريالي شوي خبر ورکول کيږي، چې د يادو محصلانو نوملیکنه لوګر پوهنتون کې پيل شوې.
په همدې اساس ياد شوي قدرمن محصلان دې ژر تر ژره لوګر پوهنتون ته د نوملیکنې لپاره مراجعه وکړي؛ تر څو له درسونو پاتې نشي.
د نوم ليکنې د پيل نېټه: د روان ۱۴۰۴ کال سنبلې ۲۲مه.
د نوم ليکني ځای: لوګر پوهنتون- د محصلانو چارو عمومي مديريت.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۶۵۸۸۷۰۸۴ / ۰۷۶۶۵۴۱۱۴۵
په درنښت!
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت