لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جيولوجي او کانونو پوهنځي ۷تنه فارغو انجنیرانو خپلو څېړنیزو پروژو څخه دفاع وکړه!
دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال دلو/سلواغه ۱لومړۍ او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جيولوجي او کانونو پوهنځي د (تفحص او اکتشاف انجنیري جيولوجي) څانګې ۷ تنه فارغو انجنیرانو له خپلو څېړنیزو پروژو څخه لوګر د لوړو زده کړو موسسې د رهبري، د دغې او همدا راز د کابل پولي تخنيک پوهنتون د پنځه تنو لارښودو استادانو په شتون کې دفاع وکړه.
د دفاع غونډې پرمهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په خپلو خبرو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د راغلو لارښودو استادانو راتګ، د زده کړيالانو علمي او مسلکي لارښودنه او د دوی دغه علمي اسلامي او ملي لاس نیوي له دغې موسسې سره لوی احسان یاد کړ او د ياد پوهنتون له رهبري او استادانو يې د زړه له تله مننه وکړه. ښاغلي صارم فارغو انجنیرانو ته د مبارکي ترڅنګ دوی په خپلو مسلکي زده کړو کې پر ښه خدمت او د اړوندې برخې پر تخصص ترلاسه کولو مکلف یاد کړل. ښاغلي صارم همدا د دې ترڅنګ د هيواد د شته کانونو ښه کیندنه او د اقتصادي پرمختګ راز د خپل هیواد په مسلکي او ژمنو انجنیرانو کې وښود.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو په استازولۍ ښاغلي پوهاند دکتور نقیب الله سهاک په خپلو خبرو کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې سره په اړوندو علمي-مسلکي او څېړنیزو برخو پوره همکاري خپل اسلامي او ملي مسؤلیت ياد کړ او د يادو فارغو انجنیرانو د هڅونې تر څنګ يې په راتلونکي کې هم د ورته همکاريو او لاس نيوي پوره ژمنه وښوده.
د دفاع غونډې په پای کې د (عینک د مسو کان) د (تويار) قراردادي شرکت په استازولۍ ښاغلي انجنیر احمدالله عزیزي د عینک د مسو کان په اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او دفاع غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون پنځه تنو استادانو ته د کې موسسې د رهبري لخوا مننلیکونو تر ورکړې وروسته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.