د سیرت سیالۍ خبرتیا!

logu_admin
۱۱

لوګر د لوړو زده کړو موسسې درنو زده کړویالانو او د لوګر مېړنیو ځوانانو!
لوګر د لوړو زده کړو موسسې/لوګر پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په پام کې لري، چې د اسلامي مینې او خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ښې پېژندنې او همدا راز د ځوان نسل د فکري او معلوماتي رغښت په موخه د نبوي سیرت سیالۍ ترسره کړي.
قدرمنو ځوانانو!
د یادې سیالۍ لپاره د هیواد په دواړو ملي (پښتو او دري) ژبو د (د خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم سیرت ) په نوم کتاب د (۶۰) شپېتو افغانیو په بدل کې ترلاسه کولای شئ.
د سیالۍ د ګټونکو لپاره لاندې جایزې په پام کې نیول شوي:
۱- لومړۍ درجه ګټونکي ته: یو پایه لب ټاپ کمپیوټر.
۲- دوهم درجه ګټونکي ته: یو عراده بایسکل.
۳- درېیم درجه ګټونکي ته: یوه پایه د خیاطي ماشین.
او همدا راز د یو شمېر نورو درجو ګټونکو ته هم د پام وړ جایزې په پام کې نیول شوي.
د نوم لیکنې او کتاب ترلاسه کولو ځای: لوګر د لوړو زده کړو موسسه/لوګر پوهنتون د بشري سرچینو/منابع بشري لوی مدیریت.
د نوملیکنې نېټه: د روان ۱۴۰۳ کال میزان/تلې له ۱۰ مې نېټې څخه پیل تر راتلونکې سه شنبې ۱۷ /میزان / ۱۴۰۳ پورې.
د لانورو معلوماتو لپاره د اړیکو شمېرې: ۰۷۷۳۶۲۸۷۰۰ / ۰۷۷۷۹۵۵۱۸۱ / ۰۷۷۰۰۹۲۳۵۵
په درنښت!
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری موسسه تحصیلات عالی لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، مؤسسه تحصیلات عالی لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم

رئیس مؤسسه تحصیلات عالی لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۵:۴۵
Background image

د سیرت سیالۍ خبرتیا!

لوګر د لوړو زده کړو موسسې درنو زده کړویالانو او د لوګر مېړنیو ځوانانو!
لوګر د لوړو زده کړو موسسې/لوګر پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په پام کې لري، چې د اسلامي مینې او خپل ګران پیغمبر . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۱:۳۷
Background image

خبرتیا!

هغو علماء ڪرامو ته چې د ۱۴۴۵هـ ق کال د رجب او شعبان میاشتو کې يې د عاليې (لیسانس) او عالمیې (ماسټرې) مرحلو ازموینه بریالي شوي دي یو ځل بیا اطمنان ورکوو چې د نوموړو علماء ڪرامو د نتایجو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۵۵
Background image

اطلاعیه آغاز دروس سمستر خزاني!

به اطلاع تمام محصلان پوهنځی های چهارگانه مؤسسۀ تحصیلات عالی لوگر رسانیده می‌شود، که دروس سمستر خزانی سال (۱۴۰۳ ھ.ش) مطابق تقویم وزارت تحصیلات عالی روز پنجشنبه تاریخ ۱ / ۶ / ۱۴۰۳ اول . . .

بازگشت به اطلاعیه ها