لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژي څانګې خپل مخکښ زده کړیالان وستایل!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۱:۳۴
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تله ۷مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۲۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي بیولوژي څانګې خپل هغه زده کړیالان وستایل چې په خپلو ټولګیو کې یې په تېر پسرلني سمستر کې لوړې نمرې ګټلې او د یادې څانګې په نورو اړوندو برخو کې هم مخکښ وتلي وو.
په دې تړاو جوړو شوې غونډه کې د دغې موسسې د رهبري سربېره د یادې څانګې استادانو او زدکړیالانو ګډون درلود. د بیولوژي څانګې آمر پوهنمل محمد عالم عاطف د یادې څانګې پر شته تشکل، فارغو زده کړیالانو، د استادانو پر علمي رتبو، نوښتونو او همدا راز شته لابراتواري امکاناتو پر لا ښه والي او پرمختګ خبرې وکړې. ورته مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس پوهنیار ابراهیم نوري هم په خپلو خبرو کې یاد زده کړیالان وستایل د دوی د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو دا لړۍ یې د ژوند لوی او ښه مجال وباله او زده کړیالانو ته ښه خدمت کولو په اړوند اړینې سپارښتنې وکړې. تر دې وروسته د دغې موسسې د څېړنو او علمي مجلې آمر او د بیولوژي څانګې استاد پوهندوی دکتور وحید الله عبدالرحیم زي زده کړیالانو ته د بیولوژي څانګې کاري ساحې په ګوته کړې او د بیولوژي علم د ارزښت او موخو په اړه یې ګټور معلومات وړاندې کړل. له دې سره د یادې څانګې فارغ زده کړیال او د کابل پوهنتون استاد نوماند پوهنیار غیرت الله احساس په خپلو خبرو کې له خپلو استادانو د مننې تر څنګ عصري علوم د علمي پرمختګ لامل یاد کړل. نوموړي همدا راز د دغه تحصیلي مرکز ټول خدمتونه وستایل او خبره یې، چې د آزادې سیالۍ له لارې یې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي استادي ته خپلې څانګې د ټولو استادانو د ښو هڅو او همکاریو پر مټ لاره پیدا کړې.
د یادولو ده، چې د غونډې په پای کې د یادې څانګې لخوا دوتنه افتخاري استادانو او د څلورګونو ټولګیو مخکښو زده کړیالانو ته ترتیب شوي ستاینلیکونو او ډالۍ هم ورکړل شوې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS