لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي کمېټې مشورتي ناسته ترسره شوه!
سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۹مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي کمېټې مشورتي ناسته د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی په مشري ترسره شوه.
د یادې مشورتي ناستې ګډونوال د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم سربېره د کمېټې ټول غړي وو. په ناسته کې پر بېلابېلو مالي او تدارکاتي موضوعاتو خبرې، سپارښتنې او پرېکړې وشوې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.