لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه!
دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۱۹مه او د ۱۴۴۶ جمادی الثاني ۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي څېړنو عمومي کمېټې نوبتي ناسته د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت په مشري ترسره شوه!
د ناستې ګډونوال د علمي څېړنو د عمومي کمېټې مسؤل پوهنیار عبدالصبور فیضي سربېره د کمېټې ټول غړي و. په ناسته کې پر بېلابېلو علمي-څېړنیزو موضوعاتو خبرې او پرېکړې وشوې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.