لوګر د لوړو زده کړو موسسې د برېښنایي زده کړو او کارموندنې کمېټې ناسته ترسره شوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبلې/وږي ۶مه او د ۱۴۴۶ صفر ۲۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو کړو موسسې د برېښنایي زده کړو او کارموندنې کمېټې ناسته د دغې کمېټې د مسؤل پوهنیار صفي الله نوابي په مشري د چارو د ښه سمون او زده کړیالانو ته په اړوندو برخو کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د روان کال د خزاني سمستر له پیل سره سم پر اړینو او ارزښتمنو موضوعاتو خبرې او پرېکړې وشوې او همدا راز د دغې موسسې د څلورم ټولګیو د زده کړیالانو پر معرفي کولو هم د کارزده کړې په موخه ولایتي ادارو ته اړوندو برخو ته لازمې سپارښتنې وشوې.