لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې په لوګر ولایت کې د ځمګې لاندې او سطحي اوبو په اړوند علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې شو!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۶
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې په لوګر ولایت کې د ځمګې لاندې او سطحي اوبو په اړوند علمي څېړنیز کنفرانس د دغې موسسې د رهبري، مرستیال والي، د لوګر د علماوو شورا رییس، د لوګر په مس عینک کان کې د (MCC) چینایي قراردادي شرکت استازیو، د لوګر ولایتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د لوګر د یو شمېر قومي مخورو، د دغې موسسې د استادانو او یوشمېر زده کړیالانو په ګډون سره وړاندې شو.
د کنفرانس پیل د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته د دغې موسسې د رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم په ښه راغلاست خبرو وشو. ښاغلي صارم وویل: د وياړ ځای دی، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسه د لومړي ځل لپاره د اوبو پر ارزښت د داسې ګټور علمي څېړنيز کنفرانس کوربه ده او په مسلکي برخه کې متخصصان خپل معلومات، تجربې، لارښونې او سپارښتنې شریکوي. نوموړي همدا راز د کنفرانس موخې ته په کتو زیاته کړه، چې له اوبو څخه ناوړه استفاده د ځمکې پر مخ د ټولو شته ژونديو موجوداتو ژوند او وده له ګواښ سره مخ کړې، چې باید د ښه مدیریت او مخنیوي لپاره یې اړوند مسؤلین پوره پام وکړي.
ورپسې د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور دا ډول علمي کنفرانسونه خورا ګټور یاد کړل او زیاته یې کړه، چې الله تعالی دې مونږ ته دا توان راکړي؛ تر څو د امکاناتو پرمټ خپلې اوبه په سمه توګه مديريت او تر پردۍ کېدو او مسافرت وساتو. ښاغلي دین پرور همدا راز وویل، چې زمونږ د ابو د مديريت لپاره د امکاناتو برابرول د دې نظام مسؤليت دي او د دې ستر مسؤليت په ترسره کېدو سره به د اوبو په وړاندې پوره عدل شوی وي. 
ورته مهال د لوګر د علماوو شورا رییس شیـ؛؛؛خ مولوي محمد شریف هم په خپلو خبرو کې د اوبو پر سالمې او پرځای کټې اخستنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د اوبو  جوړښت، څرنګوالی، خوند، رنګ او نورې ځانګړنې د الله تعالی د قدرتونو نښې دي او ننۍ وړاندې شوې څېړنې د اوبو په اړوند د انسانانو پر مټ دي/وې؛ خو الله تعالی تر دې هم په ښه او ښکاره ډول د اوبو د ارزښت په اړوند انسانانو ته د اوبو څرنګوالی ښودلی دی.
په کنفرانس کې د مس عینک قراردادي چینایي شرکت (MCC) استازي محسن هم د اوبو د سم مدیریت او د بې ځایه ګټې اخستنې له امله د ناورینونو د رامځته کېدو په اړوند په دري ژبه خپل ترتیب شوي معلومات وړاندې کړل.
تر دې وروسته د دغې موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي رییس پوهنیار محمد خالد درمان، د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار فواد ناصري، د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست استازي انجنیر فضل الرحمن عمرزي، د کليو پراختيا رياست استازي انجنير محمد طاهر جلالزي او د لوګر د چاپېریال ساتنې ریاست استازي انجنیر محمد یعقوب امیني لخوا د کنفرانس اړوند ګټور معلومات، سپارښتنې او وړاندوینې وړاندې شوې.
باید وویل شي، چې دغه علمي کنفرانس لوګر د لوړو زده کړو موسسې د رهبري په هڅو او همدا راز د لوګر په مس عینک کان کې د (MCC) چینایي قراردادي شرکت په مالي ملاتړ وړاندې شو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری موسسه تحصیلات عالی لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، مؤسسه تحصیلات عالی لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم

رئیس مؤسسه تحصیلات عالی لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان وستايل شول!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۳مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د انسجام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې په لوګر ولایت کې د ځمګې لاندې او سطحي اوبو په اړوند علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې شو!

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې په لوګر ولایت کې د ځمګې لاندې او سطحي اوبو په اړوند علمي څېړنیز کنفرانس د دغې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۴
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه¬لیک لاسلیک شو!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/غبرګولي ۲۸مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه¬لیک  د دغې موسسې زده. . .

BACK TO NEWS