د خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!

logu_admin
۱۱

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو ټولو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د خزاني سمستر درسونه د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د زمري میاشتې په ۱۱مه نېټه چې د شنبې له ورځې سره برابره ده رسماً پیل شوي.
په همدې اساس ټولو ګرانو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې په ټاکلې نېټه درسي بهیر ته حاضر او درسونه په منظم ډول تعقیب کړﺉ؛ تر څو په راتلونکي کې د حاضري له محرومي او د درسونو له تېرېدو سره مخ نشئ.
يادونه: د څلورګونو پوهنځیو د جدیدالشمول محصلانو د نوملیکنې بهیر هم له درسي بهیر سره سم پر یوه وخت پیل شوی دی.
په درنښت!
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د ۱۴۰۵هـ.ش کال کانکور ازموینه کې بریالیو کسانو د نوملیکنې

خبرتیا!
لوګر پوهنتون ته ټول رابريالي شوي ځوانانو ته خبر ورکول کېږي، چې ډ لوړو زدکړو محترم وزارت له رسمي خبرتيا سره سم په ټاکلې نېټه لوګر پوهنتون ته د نوم ليکنې په موخه حاضر شي.
په درنښت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۰
Background image

د کار موندنې خبرتیا

لوګر پوهنتون د ظرفیت لوړولو، ادارې پیاوړتیا او وړکسانو ته د فرصت برابرولو په موخه، (9) خالي بستونه د آزادې سیالۍ بهیر له لارې اعلانوي.
په شرایطو برابر کسانو ته بلنه ورکول کېږي چې د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۱۲
Background image

لوګر پوهنتون د درنو محصلانو د پام وړ!

د لوړو زده کړو قدرمن وزارت د دعوت او ارشاد محترم رياست غواړي، چې د تېر کال په څېر سږ کال هم د خزاني سمستر له پای سره سم د لوګر پوهنتون درنو محصلانو ته ځانګړې روزنیزه دوره وړاندې کړي.
په . . .

Back to announcements