لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۵۱
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/تلې ۲۸مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثانی ۲۷مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د يادې شورا په پيل کې د پوهنتون د رهبري لخوا په چارو کې د لا ښه سمون او همغږي ټینګار وشو.
ورپسې د يو شمېر نورو اړينو او ارزښتمنو علمي او اداري موضوعاتو سربېره د پوهنتون د رياست او علمي او محصلانو چارو معاونيت د روان ۱۴۰۴ ل کال د لومړۍ او دوهمې ربعې کاري راپورونه او همدا راز د روان کال لومړۍ او دوهمې ربعې د عوايدو او مالي لګښتونو راپور هم د ناستې له ګډونوالو سره شريک شول.
بايد وويل شي، چې لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته له منظم مهالوېش سره سم د چارو د ښه سمون او همغږي په موخه په نوبت ترسره کېږي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS