د لوګر پوهنتون خدماتي کارکوونکو ته ژمنۍ البسه ووېشل شوه؛
دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لیندۍ ۲۴مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۲۴مه نېټه.
د لوګر پوهنتون ټولو خدماتي کارکوونکو ته د دغه پوهنتون د خدماتو عمومي مدیریت لخوا ژمنۍ البسه ووېشل شوه.
د لوګر پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی وايي، چې ياده البسه د دوی په هڅو سره د خدماتو عمومي مديريت لخوا اخسيتل شوې وه او د ژمي موسم له رارسېدو سره سمه یې د دغه پوهنتون پر ټولو خدماتي کارکوونکو او شب باشانو ووېشل.
ورته مهال د دغه پوهنتون د خدماتو عمومي مدير انجنير جمشېد حمزه وايي، چې په ياده ژمنۍ البسه کې د هر خدماتي کارکوونکي لپاره يوه جوړه ژمنۍ جامې او يو جمپر په پام کې نيول شوي وو، چې په خورا ښه کيفيت سره يادو کارکوونکو ته تر اخیستلو وروسته ووېشل شول.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
