لوګر پوهنتون رئیس په دغه پوهنتون کې د روانو رغنیزو پروژو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۵۸
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/لیندۍ ۳مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم په دغه پوهنتون کې د روانو رغنیزو پروژو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
ښاغلي صارم په دغه لیدنه کې د پوهنتون دننه د داخلي سړکونو، اړوندو کانالونو، د لیلیې د خوړنځای او غونډو د لوی تالار د جوړېدو چارې ښې یادې کړې او زیاه یې کړه، چې هیله لرو په نږدې راتلونکي کې د لیلیې د خوړنځای او غونډو د تالار چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
ورته مهال د دغه پوهنتون رئیس د پوهنتون دننه د جوړېدونکي لوی جومات له چارو هم لیدنه وکړه. په داسې حال کې، چې د یاد جومات د جوړېدو چارې ۹۰ سلنه ترسره شوي، وروستۍ چارې یې په خورا ښه کیفیت او چټکۍ سره روانې دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS