د کرنې پوهنځي ۱۰ تنو محصلانو د لوګر ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په ملتیا ۳۰ ورځنۍ د مسلکې کار زده کړې دوره او ۱۰ ورځنی علمي سير تر سره کړه

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۳۷
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د څلورم ټولګي ۱۰ تنو محصلانو د لوګر ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په ملتیا ۳۰ ورځنۍ د مسلکې کار زده کړې دوره او لس ورځنی علمي سير ترسره کړ.
د لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معانیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ مدیریت په خبره، چې یادو محصلانو د دغه پوهنتون د رهبري او د لوګر ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په همغږیو یاده د مسلکي کار زده کړې روزنیزه دوره او علمي سيرکړ.
د دغه مدیریت په خبره، چې په تېرو دېرشو ورځو مسلکي کار ده کړې او لس ورځې علمي سير کې یادو محصلانو د ارزونو او پلټنو په برخو کې د لوګر ولایت له یو شمېر روغتیایي مرکزونو او محمدآغې ولسوالۍ کې له صنعتي پارک او فعالو فابریکو څخه لیدنې ترسره کړي، چې تر بشپړېدو ورسته یادو ۱۰ تنو محصلانو ته د لوګر ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست لخوا رسمي تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS