د جیولوجي او کانونو پوهنځي زده زده کړیالانو د لوګر (مس عینک کان) ته علمي سفر ترسره کړ!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۰
۱۱

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱۲مه او د د۱۴۴۷ محرم الحرام ۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو پلټنې او اکتشاف څانګې (۲۹) تنو زده کړیالانو د لوګر (مس عینک کان) ته علمي سفر ترسره کړ.
دغو زده کړیالانو د خپلو درې تنو استادانو په لارښوونه یاد علمي سفر ترسره کړ، چې په کې یې د مس عینک کان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه. یادو زده کړیالانو او لارښودو استادانو یې د ( اېم سي سي) چینایي قراردادي شرکت د مسؤلینو په همکاري له بېلابېلو مسلکي ماشینونو، د قیمتي ډبرو له ځانګړو خوندي ځایونو، لابراتوارونو او همدا راز د برمه کاري له ساحو څخه د لیدنې تر څنګ د مسلکي برخې ځانګړې تجربې ترلاسه کړې.
دغه علمي سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې تېره اونۍ هم د دې پوهنځي د ګټورو جامدو موادو استخراج څانګې ۴۰ تنو محصلانو د بغلان پوهنتون په همغږۍ د یاد ولایت له مهمو معدني او صنعتي ځایونو څخه د علمي سیر په ترڅ کې لیدنه وکړه.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS