د جنرال مبین خان لخوا یوه حلقه د پاکو اوبو څاه لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې تر کیندلو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شوه!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۹:۲۸
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۲۴مه.
د هیواد مخکښه څهره جنرال مبین خان لخوا د نوموړي په شخصي مالي لګښت لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پاکو اوبو يوه حلقه څاه تر کیندلو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د یادې څاه د کیندنې چارو د پیل پرمهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري، د لوګر د علماوو شورا رییس شیخ مولوي محمد شریف او جنرال مبین خان شتون درلود.
د ښاغلي مبین خان په خبره، چې له یادې څاه څخه، چې څه باندې ۱۰۰ سل متره ژوروالی لري، موخه یې دغه تحصیلي مرکز ته د هیوادنۍ مینې له اړخه خدمت او همدا راز د دغې موسسې د شنو ساحو، ونو او بوټو خړوبول او ښېرازي ده.
ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري هم د ښاغلي جنرال مبین خان له یادې همکاري مننه وکړه. او د نوموړي د دې ته ورته خدمتونو ستاینه یې وکړه.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS