لوګر پوهنتون کې د علمي آثارو د تدقيق ځانګړې کمېټه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۷
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت مقام د لارښوونې پر اساس د علمي آثارو د تدقیق ځانګړې کمېټه د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري جوړه او پر فعاليت يې پيل وکړ.
ياده ځانګړې کمېټه د علمي آثارو د معیارونو ساتنې او د اکاډمیکو آثارو د کیفیت لوړولو په موخه جوړه شوې.
دغه کمېټه به د لوګر پوهنتون د علمي فعالیتونو په ترڅ کې علمي مقالې، پروپوزلونه، مونوګرافونه او نور علمي آثار تر ژور تحلیل، ارزونې او کره کتنې لاندې نیسي؛ ترڅو د علمي اصولو، تګلارو او معیارونو پر بنسټ د تائید وړ وګرځي.
بايد وويل شي، په دغه کمېټه کې د لوګر پوهنتون د رئيس په مشري يو شمېر د بېلابېلو څانګو استادان ټاکل شوي دي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

د شرعیاتو پوهنځي ۱۰ تنه محصلان له قضایي علمي درس څخه برخمن شول

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ليندۍ ۳۰مه اود ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۳۰مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقه او قانون او اسلامو تعلیماتو څانګو ۱۰ تنه محصلان د لوګر ولايت استیناف محکمه کې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۸
Background image

لوګر پوهنتون او د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لیندۍ ۲۹مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۲۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون او د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست تر منځ د ګډو همکاریو او روغتیایي خدمتونو په موخه هوکړه لیک د دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۶
Background image

د شرعیاتو پوهنځي محصلانو د لوګر استيناف محکمې ته د عملي زده کړو په موخه علمي سير ترسره کړ؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لېندۍ ۲۶مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۲۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون او همدا راز اسلامي تعلیماتو څانګو ۲۰ تنه محصلانو د عملي زده کړو او. . .

BACK TO NEWS