لوګر د لوړو زده کړو موسسې درې تنه اداري کارکوونکي په اړوندو مدیریتونو کې تغیر او تبدیل شول!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۵۸
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي ۲مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې درې تنه اداري کارکوونکي ددغې موسسې د رهبري د لزوم¬دید او وړاندیز له مخې د لوړو زده وزارت له حکم او منظوري سره سم د دغې موسسې په اړوندو مدیریتونو کې تغیر او تبدیل شول.
د یادو اداري کارکوونکو د معرفي کولو پر مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت د دوی کاري وړتیاوې د ستاینې وړ وبللې او د دې تر څنګ یې یاد تغیر او تبدیل په دغه تحصیلي مرکز کې د اداري چارو د لا ښه سمون او مسلکي تجربو د شریکولو راز یاد کړ. ورته مهال د مالي او اداري چارو مرستیال او د دغې موسسې سرپرست رییس مولوي فضل الربي مصطفی هم د دعایې پرمهال په راتلونکي کې له یادو اداري کارکوونکو څخه د ښه خدمت هیله وښوده.
باید وویل شي، چې په یادو اداري کارکوونکو کې د دغې موسسې د معاشاتو او حواله¬جاتو پخوانی مدیر انجنیر جمشېد حمزه د خدماتو عمومي مدیریت ته، د خدماتو پخوانی مدیر شهبازخان قلندر د شرعیاتو پوهنځي تدریسي عمومي مدیریت ته او همدا راز د شرعیاتو پوهنځي پخوانی تدریسي مدیر انجنیر بشیر احمد مبشر د لیلیې عمومي مدیریت ته تغیر او تبدیل شول.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS