لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د (تحلیل داده¬های تحقیق توسط برنامه SPSS ) تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ پیل شو.

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۵:۱۲
تصویر

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال اسد/زمري ۳۰مه او د ۱۴۴۶ صفر ۱۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د (تحلیل داده¬های تحقیق توسط برنامه SPSS ) تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ د کابل پوهنتون استاد او مسلکي پراختیا آمر پوهنوال اسدالله صمدي لخوا پیل شو.
د ورکشاپ په پیل کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت ښاغلي استاد پوهنوال صمدي ته د ښه راغلاست تر څنګ د علمي څېړنو په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او د SPSS برنامه یې په څېړنه کې خورا اړینه او ارزښتمنه وبلل. نوموړي همدا راز د دغې موسسې پر استادانو ټینګار وکړ، چې له دغه روزنیز ورکشاپ څخه دې پوره او د پام وړ ګټه پورته کړي؛ تر څو په راتلونکي کې دغه تحصیلي مرکز د څېړنو او څېړونکو په برخه کې د پام وړ ظرفیتونه ولري.
یاد روزنیز درې ورځنی ورکشاپ لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې وړاندې کیږي، چې نن پیل او راتلونکې دوه ورځې نور به هم دوام وکړي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

د شرعیاتو پوهنځي ۱۰ تنه محصلان له قضایي علمي درس څخه برخمن شول

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ليندۍ ۳۰مه اود ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۳۰مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقه او قانون او اسلامو تعلیماتو څانګو ۱۰ تنه محصلان د لوګر ولايت استیناف محکمه کې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۸
Background image

لوګر پوهنتون او د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لیندۍ ۲۹مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۲۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون او د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست تر منځ د ګډو همکاریو او روغتیایي خدمتونو په موخه هوکړه لیک د دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۶
Background image

د شرعیاتو پوهنځي محصلانو د لوګر استيناف محکمې ته د عملي زده کړو په موخه علمي سير ترسره کړ؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لېندۍ ۲۶مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۲۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون او همدا راز اسلامي تعلیماتو څانګو ۲۰ تنه محصلانو د عملي زده کړو او. . .

BACK TO NEWS