لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوبو له ډګره د پوهنځیو تر منځ د ولیبال خپلمنځي سیالۍ پیل شوې!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۶:۵
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تله ۲مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۲۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو تر منځ د ولیبال سیالیو د لوبو د پیل پرانیسته نن وشوه. ورته مهال د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت لوبغاړو-زده کړیالانو ته د ورزش د ګټو او ارزښت تر څنګ د تفریحي او همدا راز د درسي وختونو د مدیریت کلکې سپارښتنې وکړې.
یادې لوبې داسې مهال پیلیږي، چې په دغه موسسه کې د څلورګونو پوهنځیو تر منځ د کرکټ سیالۍ خپلمنځي لوبې هم روانې دي او د څار او ارزونې چارې یې د دغې موسسې د روغتیا او ورزش کمېټې لخوا ترسره کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

د شرعیاتو پوهنځي ۱۰ تنه محصلان له قضایي علمي درس څخه برخمن شول

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ليندۍ ۳۰مه اود ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۳۰مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقه او قانون او اسلامو تعلیماتو څانګو ۱۰ تنه محصلان د لوګر ولايت استیناف محکمه کې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۸
Background image

لوګر پوهنتون او د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لیندۍ ۲۹مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۲۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون او د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست تر منځ د ګډو همکاریو او روغتیایي خدمتونو په موخه هوکړه لیک د دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۶
Background image

د شرعیاتو پوهنځي محصلانو د لوګر استيناف محکمې ته د عملي زده کړو په موخه علمي سير ترسره کړ؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لېندۍ ۲۶مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۲۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون او همدا راز اسلامي تعلیماتو څانګو ۲۰ تنه محصلانو د عملي زده کړو او. . .

BACK TO NEWS