د ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورمو ټولګیو محصلانو ته (د مونوګراف لیکنې لارښود) تر سرلیک معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۲۴
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۱مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۲۱مه نېټه.
لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورمو ټولګیو محصلانو ته (د مونوګراف لیکنې لارښود) تر سرلیک معلوماتي سمینارد ریاضي څانګې استاد پوهنمل عبدالصبور فیضي لخوا وړاندې شو.
د سمینار په پیل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل ابراهیم نوري د سمینار په ارزښت خبرې وکړي او زیاته یې کړه، چې موخه یې له دا ډول سمینارونو څخه د محصلینو د څېړنیزو مهارتونو لوړول، د علمي تحقیق د معیارونو پېژندنه، او د څېړنیزو کارونو د سمو تګلارو روښانه کول دي.
نوموړي همدا راز وویل، چې مونوګراف د محصل د څلور کلنې تحصیلي دورې علمي او فکري حاصل ګڼل کېږي او دا یوازې یوه لیکنه نه ده، بلکې یو علمي امانت دی، چې د علم، مهارت او مسؤلیت څرګندونه کوي. هغه محصل چې خپل مونوګراف په دقت، صداقت او علمي اصولو سره لیکي، نه یوازې خپله علمي وړتیا ثابتوي؛ بلکې د پوهنتون او ټولنې لپاره هم یوه روښانه بېلګه ګرځي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS