د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژي څانګې ۲۰ تنه محصلانو د کابل ملي ژوبڼ ته علمي سیر ترسره کړ؛

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۱۸
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/لیندۍ ۸مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژي څانګې ۲۰تنه محصلانو د عملي زده کړو او مسلکي څېړنو په موخه د کابل ملي ژوبڼ ته علمي سیر ترسره کړ.
دغه علمي سیر، چې لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند دمحصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت په هڅو او د بیولوژي څانګې د استاد پوهنمل نظیف‌الله مهین په لارښوونه ترسره شو، موخه یې د محصلانو مسلکي روزنه او د علمي څېړنو ترسره کول وو.
یادو محصلانو د کابل ملي ژوبڼ د مسؤلینو په همکاري د ژوبڼ د مقرراتو، پېژندنې، لاسته راوړنو، ایکولوژي ، د ژوو او مرغانو د درملنو میتودونو، د بیلابیلو حیواناتو ضبط او ربط طریقو، د ژوو، الوتونکو، کبانو او خزندو په هکله  د هر اړخیزو علمي او عملي لارښوونو ، د ژوند بڼو ارزښتونو، د طبیعت ښکلا او ښاري کلتور په اړه هر اړخیزه معلومات تر لاسه کړل.
باید وویل شي، دغه علمي سیرونه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې لوګر پوهنتون ورځ تر بلې په عملي او اداري برخو کې د پرختګ ګامونه اخلي او مسؤلین یې ژمنه ښیي، چې د دغه تحصیلي مرکز د آبادۍ په موخه به خپلې هڅې روانې ساتي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS