لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټول اداري کارکوونکي د ادارې، مدیریت او رهبري اړوند درې ورځني ورکشاپ څخه برخمن شول.

logu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۴۵
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۲۵مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۱۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د درېیم، څلورم او پنځم بستونو ټول اداري کارکوونکي د ادارې، مدیریت او رهبري اړوند درې ورځني روزنیز ورکشاپ څخه برخمن شول.
یاد روزنیز ورکشاپ د دغې موسسې د رهبري په وړاندوینه د لوګر ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او ولایت مقام د بشری سرچینو آمریت لخوا ترتیب او وړاندې شو. په ورکشاپ کې بېلابېل ارزښتمن موضوعات او درسونه راغونډ شوي و، چې د لوګر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر مولوي محمد زلمی ابوسعید، د ولایت مقام د بشري سرچینو آمریت مسؤلینو ملامحمد عظیم امیري او سید دل آغا حیدري او همدا راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کارپوه محمد اجمل څاروان لخوا په خپل وار سره تشریح شول.  لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري له یادو ادارو څخه د مننې تر څنګ داسې روزنیز ورکشاپونه خورا ګټور او اړین یاد کړل او په وینا یې، چې د داسې روزنیزو ورکشاپونو ترلاسه کول په اداري او مدیریتي نظام کې رغنده رول لري.
یاد ورکشاپ تېره ورځ پای وموند، چې لوګر د لوړو زده موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم، علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت
د یاد ورکشاپ وړاندې کوونکو ته د دغه تحصیلي مرکز لخوا ترتیب شوې مننپاڼې هم ورکړې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

د شرعیاتو پوهنځي ۱۰ تنه محصلان له قضایي علمي درس څخه برخمن شول

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ليندۍ ۳۰مه اود ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۳۰مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقه او قانون او اسلامو تعلیماتو څانګو ۱۰ تنه محصلان د لوګر ولايت استیناف محکمه کې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۸
Background image

لوګر پوهنتون او د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لیندۍ ۲۹مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۲۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون او د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست تر منځ د ګډو همکاریو او روغتیایي خدمتونو په موخه هوکړه لیک د دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۶
Background image

د شرعیاتو پوهنځي محصلانو د لوګر استيناف محکمې ته د عملي زده کړو په موخه علمي سير ترسره کړ؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لېندۍ ۲۶مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۲۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون او همدا راز اسلامي تعلیماتو څانګو ۲۰ تنه محصلانو د عملي زده کړو او. . .

BACK TO NEWS