د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ ولایتي کمېټې لوګر پوهنتون څخه لیدنه او ارزونه وکړه؛
دوشنبه: د ۱۴۰۴کال جدي/ مرغومي ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ ولایتي کمېټې مسؤلینو د لوګر پوهنتون له مسؤلینو، استادانو، اداري کارکوونکو او اداري چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
د یادې کمېټې د لخوا د پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو سره تر اصلاحي مجلس وروسته د جماعت لمانځه، کاري دفترونو او اداري چارو څخه لیدنه او اروزنه وشوه.
ورته مهال لوګر پوهنتون رهبري د یادې کمېټې راتګ دغه تحصیلي مرکز ته خورا ګټور یاد کړ. د دغه پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم په خپلو خبرو کې د یادې کمیټې استازیو ته د ښه راغلاست تر څنګ په پوهنتون کې د هر اړخیز نظم، همغږي او چارو د ښه ترسره کېدو په اړوند بشپړ ډاډ وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې د دغه پوهنتون ټوله اداره د مشرانو مسؤلینو له لارښوونو او سپارښتنو سره سم خپلې رسمي چارې ترسره کوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
