لوګر پوهنتون رهبري شورا ناسته ترسره شوه؛
سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لیندۍ ۲۵مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۲۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون رهبري شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د يادې ناستې ګډونوال د علمي او محصلانو چارو او همدا راز مالي او اداري چارو مرستیالانو سربېره د پوهنځيو رئيسان او د دعوت او ارشاد آمر وو.
په ناسته کې د دغه پوهنتون د رئيس لخوا د يو لړ نورو ځانګړو موضوعاتو سربېره د تضمین کيفيت دوهم پړاو اخستو لپاره پر کار کولو ټينګار وشو.
ورته مهال د اړونده معاونيتونو او پوهنځيو لخوا هم په ياده برخه کې د لازم چمتو والي ډاډ وړاندې شو.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
