د شرعياتو پوهنځي د څلورمو ټولګیو محصلانو ته (د مونوګراف لیکنې لارښود) تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار وړاندې شو؛
سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۸مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د څلورمو ټولګیو محصلانو ته (د مونوګراف لیکنې لارښود) تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار د شرعياتو پوهنځي د څېړنو کميټې لخوا وړاندې شو.
یاد سمینار د قرآن کريم په تلاوت سره پيل شو او ورپسې د اسلامي تعليماتو څانګې استاد پوهنيار احسان اللّٰه احسان لخوا محصلينو ته د مونوګراف ليکنې لارښود په اړه تفصيلي معلومات وړاندې شول، د سمينار په ترڅ کې د مونوګراف ليکنې بنسټيز اصول، علمي معيارونه، بڼې، فزيکي او معنوي جوړښت په تفصيل سره تشريح او روښانه شول.
د ياد سمینار موخه د محصلانو د څېړنیزو مهارتونو لوړول، د علمي څېړنو د معیارونو پېژندنه، او د څېړنیزو کارونو د سمو تګلارو روښانه کول وو.
مونوګراف چې د محصل د څلور کلنې تحصیلي دورې علمي او فکري حاصل ګڼل کېږي، دا یوازې یوه لیکنه نه ده؛ بلکې یو علمي امانت دی، چې د علم، مهارت او مسؤلیت څرګندونه کوي. هغه محصل چې خپل مونوګراف په دقت، صداقت او علمي اصولو سره لیکي، نه یوازې خپله علمي وړتیا ثابتوي؛ بلکې د پوهنتون او ټولنې لپاره هم یوه روښانه بېلګه ګرځي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
