د کرنې پوهنځي د دوهم ټولګي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بادام باغ څېړنیز مرکز د نباتاتو ساتنې ریاست ته علمي سیر ترسره کړ
یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/لیندۍ ۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۲مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د دوهم ټولګي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بادام باغ څېړنیز مرکز د نباتاتو ساتنې ریاست ته د علمي او مسلکي څېړنو په موخه ته علمي سیر ترسره کړ.
دغه علمي سیر، چې د تېرې اونۍ په لړ کې لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ مدیریت په هڅو ترتیب شوی و د کرنې پوهنځي د استادانو پوهنیار سلیمان سلطاني او پوهنیار شفیق الله بختیار په لارښوونه ترسره شو.
په دغه علمي سیر کې محصلانو ته د نباتي حفاظې په برخه کې د محلول د جوړولو او سپرې کولو لارې چارې په عملي وښودل شوې او د دې سربېره د اقتصادي مهمو حشراتو د ژوند دوران (Life Cycle) تشریح او د نمونو ازموینه په لابراتوار کې په عملي توګه ترسره شوه او همدا راز د فنګسي ناروغیو، په ځانګړي ډول د غنمو د پټ او ښکاره تورکو نمونې، د مایکروسکوپ له لارې محصلانو ته روښانه شوې.
ورته مهال د کرنې پوهنځي مسؤلین زیاتوي، چې دغه علمي سیر د محصلانو د مسلکي مهارتونو په پیاوړتیا، عملي تجربو په زیاتوالي او د نظری زده کړو په ښه درک کې مهم رول درلود او پر زده کړیالانو یې ټینګار وکړ، چې له دې ډول رزینو فرصتونو دې پوره ګټه واخلي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
