د ځوان نسل فکري روزنې کتاب سیالۍ د ازموینې خبرتیا!
د لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو هغو محصلانو ته، چې د ځوان نسل فکري روزنې کتاب سیالۍ لپاره یې نوملیکنه کړې وه خبر ورکول کیږي، چې د یادې سیالۍ ازموینه را روانه دوشنبه په ۱۲ / ۸ / ۱۴۰۴ نېټه باندې اخیستل کیږي. په همدې اساس ټول قدرمن محصلان باید په خپل وخت د ازموینې ځای ته تشریف راوړي.
وخت: دوشنبه ۱۲ / ۸ / ۱۴۰۴ نېټه- سهار ۱۰ بجې
ځای: لوګر پوهنتون- مولانا یعقوب څرخي (رحمه الله) تالار.