لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس پیغام

   بې له شکه، د هرې ټولنې وده او پرمختګ په تعلیم پورې اړه لري، او کله چې  وغواړو چې په ټولنه کې مثبت بدلون راولو نو تحصیل يې  غوره لاره ده. زموږ هیواد، چې د  څو لسیزو راهیسې د ستونزو سره مخ دی او لاهم د دې ټولو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، د تعلیم نشتون او علمي او اکاډمیکو بنسټونو ته د مناسب لاسرسي نشتوالي اصلي لامل ګڼل کیدلای شي.

    لوګر د لوړو زده کړو مؤسسه خپل ماموریت د یوې علمي ادارې په توګه پیژني چې د هیواد بچیانو ته په بیلابیلو برخو کې لوړې زده کړې چمتو ترڅو  د مسلکي او تجربه لرونکي کدر په توګه  ټولنې او هیواد ته خدمت وکړي.

   د دې موخې لپاره ، موږ  د ټولو درنو اکاډمیکو ، استادانو  او  هیوادوالو څخه غوښتنه کوو چې په بیلابیلو برخو کې د دې علمي ادارې سره په ګډه کار وکړي ترڅو د یوې پیاوړي روحيې سره شته ستونزې حل شي.

   موږ ستاسو عزتمندو وطنوالو څخه هیله لرو چی زموږ سره په خپلو نیکو علمي نظریاتو او مشورو راکولو سره زموږ مرسته وکړئ او د(Logar.uni@gmail.com )  بریښنالیک له لاری یی راسره شریک کړئ.

 

په درنښت

پوهنمل عبدالناصر ستانکزي

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس