لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د (OBE-SCL) ترعنوان لاندې ورکشاپ پیل شو

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت پراختیایي پروګرام (HEDP) لخوا، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې (۲۵) تنو نوو مقرر شوو استادانو ته، د دغه علمي بنسټ د مسلکي پراختیا مرکز (PDC) په تالار کې پیل شو.
د ورکشاپ په پرانېست غونډه کې؛ د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو تلاوت څخه وروسته، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنمل عبدالناصر ستانکزي په مقدماتي خبرو کې د دغه ورکشاپ پر اهمیت او اړتیاوو رڼا واچوله او زیاته يي کړه، چې په نني عصر کې د ټولې نړۍ پوهنتونونه د پایلو پر بنسټ ولاړ او د محصل محوري زده کړو (OBE-SCL) له میتودونو څخه ګټه اخلي. نوموړي د ورکشاپ ګډونوال و هڅول تر څو د دغو فرصتونو څخه په استفادې د تدریس میتودونه په معیاري او عصري بڼه ترسره کړي او داسې محصلین ټولنې ته فارغ کړي چې مسلکي، متعهد او پرځان متکي وي او وکولای شي چې په مختلفو برخو کې ټولنې ته ښه خدمتونه وړاندې کړي. همدارنګه ښاغلي ستانکزي د ورکشاپ له تمویل کوونکي(HEDP) او د پکتیا پوهنتون له دو تنو استادانو هر یو پوهنیار سیف الرحمن روهي او پوهنیار معروف خان همدرد چې د ورکشاپ ترینران دي هم مننه وکړه او د دغه علمی بنسټ لخوا یې د هر ډول همکاریو ډاد ورکړ.
ورسته د دغه ورکشاپ دواړو ترینرانو ښاغلي پوهنیار سیف الرحمن روهي او ښاغلي پوهنیار معروف همدرد هم د دغه ورکشاپ په اړوند يې معلومات وړاندې کړ. او د خپلو پریزنټیشنونو په وړاندې کولو سره يي ورکشاپ پیل کړ.
د یادونې ده؛ چې یاد ورکشاب د دو اونیو لپاره په نظر کې نیول شوی او تر دې وړاندې هم د لوړو زده کړو وزارت پراختیا پروګرام (HEDP) لخوا د پوهنتون رهبري د پلان مطابق، د دغه علمي کانون استادانو ته ورته پروګرامونه په لاره اجول شوي وو.